کوټه (وېب نیوز)د پاکستان د ملي اسمبلۍ مخالف مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د اپوزیشن ګوندونه د اساسي قانون د برلاسۍ، د پارلمان د خپلواکۍ او د یوه پیاوړي فېډرېشن د جوړولو لپاره متحد دي. نوموړي د مولانا فضل الرحمان په کور کې د اپوزیشن له غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې د مولانا پر ضد د شخصیت وژنې او فشار راوړلو کړنې د غندنې وړ دي. هغه زیاته کړه چې د نومبر په میاشت کې به د ټولو ګوندونو د کنفرانس نېټه اعلان شي او د تحریک انصاف او جمعیت علمای اسلام ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره هم کمېټۍ جوړې شوې دي. د هغه په وینا اپوزیشن به د غیر جمهوري حکومت پر ضد په ټول هېواد کې تحریک پیل کړي او په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج لګول د خلکو د ورکړل شوي مینډېټ سپکاوی ګڼي.
