تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

په کوټه کې دې د ګاز او برېښنا پرله‌پسې رسونه یقیني شي، جمعیت علمای اسلام نظریاتي

کوټه (وېب نیوز)د جمعیت علمای اسلام نظریاتي د کوټې ضلعي مشرانو د ژمي د سړې هوا له زیاتېدو سره سم په کوټه او د بلوچستان په سړو سیمو کې د ورځې ۲۴ ساعته د ګاز او برېښنا د رسولو غوښتنه کړې ده. مولانا نیاز محمد او نورو مشرانو په ګډ بیان کې ویلي چې د ګاز لوډشیډنګ، کم فشار او درنو بلونو د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې هر دوه ساعته وروسته د یوه یا دوو ساعتونو لپاره برېښنا بندېږي. دوی وویل چې د طبیعي ګاز د تولید باوجود د بلوچستان خلک له خپلې ګازې بې‌برخې دي. مشرانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو او اړوندو ادارو غوښتي چې د ګاز او برېښنا بندښت ختم او د درنو بلونو پرېکړه بېرته واخلي.