کوټه (ویب نیوز)په اسلامآباد کې د آسیا د لوبډلو د سکواش په ۲۳مې سیالۍ کې د پاکستان د نارینهوو لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره وموندله. په نیمه پایلوبه کې عاصم خان وانګ چي ته د یوې لوبې په مقابل کې په درېیو لوبو کې ماتې ورکړه، په دویمه سیالۍ کې نور زمان هم لاو زي ته په همدې پایلې ماتې ورکړه. پاکستان چې په دې سیالیو کې لومړی سیډ شوی ټیم دی، په پایلوبه کې به له جنوبي کوریا سره مخامخ شي.
