کوټه (ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې د ضلعې د سریاب تحصیل کمېټې د برېښنا او ګاز د ناغېړیو، د ګاز د فشار کموالي، د څښاک د اوبو د کمښت او ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ستونزو د ژر حل غوښتنه یې کړې ده. د ګوند په غونډه کې صوبايي مرستیال مشر مجید خان اڅکزي او نورو مشرانو وویل چې د سریاب اوسېدونکي د برېښنا، ګاز او پاکو اوبو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او د غلاوو او ډاکو پېښې هم د اندېښنې وړ دي. په غونډه کې اعلان وشو چې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د شهادت د ۵۳م تلین په مناسبت به د دسمبر پر دویمه په کوټه کې لویه ولسي غونډه جوړېږي او د دې غونډې لپاره به کارکوونکي کور په کور د خلکو سره اړیکې نیسي.
