تازه خبرونه ۶ نومبر ۲۰۲۶

له پي ټي آی سره دا مهال رسمي خبرې نه کېږي، رانا ثناءالله

کوټه (ویب نیوز)د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار سناتور رانا ثناءالله ویلي چې له پاکستان تحریک انصاف سره دا مهال رسمي مذاکرات نه کېږي، خو د پردې تر شا اړیکې وخت ناوخت دوام لري. نوموړي په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې باید د ترهګرۍ ختمول د حکومت لومړیتوب وي او د دې هدف لپاره ټول سیاسي ځواکونه باید له ځان سره ملګري کړي. هغه له مولانا فضل الرحمن سره د اختلافاتو د ولسواکو لارو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې وزیراعظم د مولانا درناوی کوي. رانا ثناءالله د مولانا فضل الرحمن پر ضد د کومې رسمي حکومتي کارروایۍ خبره رد کړه او زیاته یې کړه چې په دې اړه نه وزیراعظم چا ته لارښوونه کړې او نه کومه رسمي غونډه شوې ده.