کوټه(وېب نیوز)د اسټرالیا په سیډني ښار کې د بونډای ساحل د تېر کال په ډزو کې ټپي شوې ۹۰ کلنه ایوا ګېلر په روغتون کې مړه شوې ده. نوموړې د ډسمبر پر ۱۴مه پر یوې یهودۍ غونډې د دوو وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یوې لس کلنې نجلۍ په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي وو. بریدګر ساجد اکرم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی و، خو د هغه زوی نوید اکرم د وژنو، د وژنې د هڅې او ترهګرۍ په تورونو محاکمه کېږي.
