کوټه(وېب نیوز)د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که سیاسي ګوندونه له تحریک انصاف، مولانا فضل الرحمن، ترهګرۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره په شخړو کې بوخت پاتې شي، د خلکو ستونزې به څنګه حل شي؟ نوموړي په لاړکانه کې د یوه روغتون د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وویل، سیمه ییز کړکېچ، ګراني، بېوزلي او بې روزګاري د عامو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی. هغه پر سیاسي قوتونو غږ وکړ چې اختلافات کم او اقتصاد، د خلکو هوساینه او د هېواد ثبات خپل لومړیتوب وګرځوي. بلاول د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره په پارلماني کمېټه کې د اپوزېسیون د بشپړې استازولۍ ملاتړ هم وکړ.
