کوټه(وېب نیوز)د هند سترې محکمې ویلي، هغه قوانین چې له دوو څخه د زیاتو ماشومانو لرونکي کسان په سیمه ییزو ټاکنو کې له ګډون څخه منع کوي، د نفوس د بدلېدونکو شرایطو له امله خپل پخوانی جواز له لاسه ورکړی دی. محکمې د مهاراشټرا اوسېدونکې منګلا بهیم راو اېنګلې بېرته د کلي د سرپنچ په توګه پر دنده ګومارلې او ویلي یې دي چې د ماشومانو شمېر د کورنۍ شخصي پرېکړه ده. د محکمې په وینا، په هند کې د زېږون کچه په ۲۰۰۳ کال کې له ۳.۰۲ څخه اوس ۱.۹ ته راټیټه شوې، چې د نفوس د ثابت ساتلو له اړینې کچې ۲.۱ څخه هم ټیټه ده. محکمې د پخوانۍ پرېکړې د بیاکتنې لپاره موضوع لوی بنچ ته د سپارلو سپارښتنه کړې ده.
