کوټه(وېب نیوز)پاکستان پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي او د دغه هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د حرمینو شریفینو د ساتنې په برخه کې یې د یووالي ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د مکې مکرمې او مدینې منورې ته نږدې د توغندیزو بریدونو غندنه کړې او دغه بریدونه یې د سعودي د خپلواکۍ او د سپېڅلو ځایونو د حرمت لپاره ګواښ بللي دي. ویاند د فلسطین د جګړې د بندېدو، د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو، په یمن کې د سولې او د سیمه ییزو شخړو د ډیپلوماټیک حل ملاتړ هم تکرار کړ.
