تازه خبرونه ۹ نومبر ۲۰۲۶

د راولپنډۍ ټېسټ: پاکستان په لومړۍ ورځ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې

راولپنډۍ (وېب نیوز) پاکستان د سریلانکا پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې دي. د خرابې رڼا له امله لوبه د ۶۷ اعشاریه ۲ اوورونو وروسته ودرول شوه. سعود شکیل په ۵۷ او غازي غوري په اوو منډو ناسوځېدلي پاتې دي. د پاکستان له خوا په لومړۍ لوبه کې ګډون کوونکي طیب عارف ۵۷، محمد طحٰه ۵۱ او بابر اعظم ۵۰ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې اذان اویس ۳۰ او سلمان علي آغا ۱۶ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا اسیتھا فرنانډو دوه، او دلشن مدوشنکا، ملان رتنائیکې او سونل ډینوشا یوه یوه وېکټه واخیسته. سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د سریلانکا د توپ اچونې روزونکي ریان وین نکرک ویلي، لوبډلې ځینې فرصتونه له لاسه ورکړل او پاکستان اوس د لوبې په ښه حالت کې دی. د هغه په وینا، که سریلانکايي توپ اچوونکي وېکټې واخلي، لوبډله بېرته سیالۍ ته داخلېدای شي. د لوبې دویمه ورځ به د پاکستان پر وخت سهار نهه نیمې بجې پیل شي.