تازه خبرونه ۹ نومبر ۲۰۲۶

د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح لپاره د پرېکړه‌لیک وړاندې کېدو امکان، ډیموکراټانو ملاتړ اعلان کړ

واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا د استازو جرګې د ډیموکراټانو مشر حکیم جیفریز د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د استیضاح ملاتړ اعلان کړی دی. نوموړي له امریکايي ټلوېزیون اې بي سي سره په خبرو کې تور پورې کړی، چې د دفاع وزیر له خپلو واکونو ناوړه ګټه اخیستې، ملي امنیت یې زیانمن کړی او له ایران سره یې بې‌احتیاطه جګړه مخته وړې ده. د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی توماس مېسي هم ښایي د دوشنبې په ورځ د استیضاح پرېکړه‌لیک وړاندې کړي، چې اته مادې لري. په دې کې تور لګېدلی، چې هېګسېت د کانګرس له اجازې پرته د ایران پر ضد پوځي عملیات کړي دي. پنټاګون دغه تورونه بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي، چې د دفاع وزیر د قانون له مخې خپل کار کړی دی. د امریکا د اساسي قانون له مخې، د استیضاح بهیر د استازو په جرګه کې پیلېږي، خو د یوه چارواکي د لرې کولو لپاره په سنا جرګه کې د دوه پر درېیمې برخې رایو ملاتړ اړین دی.