تازه خبرونه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶

د پټرولو بیه اته او د ډیزلو بیه اووه روپۍ فی لیټر راکمه شوه

اسلام آباد (ویب نیوز) حکومت د پټرولیم توکو په بیو کې د کمښت اعلان کړی دی. د اوګرا د نوټیفیکېشن له مخې، د پټرولو بیه په هر لیټر کې اته روپۍ او د ډیزلو بیه اووه روپۍ راکمه شوې ده. د نويو بیو له مخې، پټرول ۳۳۸ روپۍ او ډیزل ۳۷۱ روپۍ فی لیټر ټاکل شوي دي. د نوټیفیکېشن له مخې، نوې بیې به د نومبر له ۱۱مې نېټې څخه د شپې په ۱۲ بجو عملي شي