کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان د پولیسو د آئی جي محمد طاهر په مشرۍ کې یوه لوړه کچه غونډه وشوه، چې پکې د ټولو رینجونو ډي آئی جي ګانو، آر پي او ګانو او د بېلابېلو ضلعو پولیسو افسرانو د ویډیو لنک له لارې آنلاین ګډون وکړ.
په غونډه کې د ټول صوبې د امن و امان وضعیت او امنیتي انتظاماتو تفصیلي جاج واخیستل شو.
د غونډې په ترڅ کې د جرمونو د مخنیوي، د پولیسو د کارکردګۍ د ښه والي او خلکو ته د ښه تحفظ ورکولو اړوند چارو باندې تفصیلي غور وشو.
په دې موقع د بلوچستان آئی جي محمد طاهر وویل چې د خلکو د ځان او مال تحفظ او د قانون واکمني د پولیسو لومړی لومړیتوب دی. د قانون ماتونکو عناصرو پر ضد دې بې توپیره کارروائي یقیني کړل شي.
هغه افسرانو ته هدایت وکړ چې خپلې مسلکي ذمه وارۍ په ایماندارۍ، فرض شناسۍ او د خدمت په جذبه سره ترسره کړي، تر څو پر پولیسو د خلکو باور نور هم پیاوړی شي.
