انٹرٹینمنٹ ۲۳ مئی ۲۰۲۶

هر عمر خپل ښکلا لري، هنرمندان دي خپل عمر ومني: احسن خان

**کوټه (شوبز ډيسک) احسن خان ويلي دي چي هنرمندان بايد خپل عمر ومني او د ژوند له هر پړاو څخه خوند واخلي، ځکه هر عمر خپل ځانګړی حسن او ارزښت لري. نوموړي په يوه وروستي مرکه کښې ويلي چي په رسنيو کښې ډېر وخت دا تاثر ورکول کېږي چي يوازي يوه ځانګړې عمر تر ټولو ښه وي، خو دی له دې سوچ سره موافق نه دی. د احسن خان په وينا هر عمر او هر پړاو خپله ښکلا لري او انسان بايد هغه ومني او ترې خوند واخلي. هغه زياته کړه چي انسان ته پکار ده د ژوند په هر پړاو کښې خپل زيار روان وساتي او د خپلو وړتياوو د ښه کولو لپاره کار وکړي. د ده په خبره عمر يوازي يو شمېر دی، اصلي ارزښت د هنرمند وړتيا، شهرت، هنر او د خلکو خوښې ته ورکول کېږي او ليدونکي تر عمر زيات د فنکار کارکردګي او شخصيت خوښوي، نو ځکه هر هنرمند بايد د ژوند هر پړاو په مثبت ډول خپل کړي۔