تازه خبرونه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶

د صوبو وېش د پښتنو او بلوڅو پر وسایلو د قبضې سازش دی، د ترهګرۍ له لارې دواړه قامونه محرومه ساتل کېږي، ایمل ولي خان

چمن (سید سردار محمد خوندئی) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سېنېټر ایمل ولي خان ویلي، د صوبو د وېش موخه د ښه انتظام او ولس ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول نه دي، بلکې د پښتنو او بلوڅو پر طبیعي او ملي وسایلو قبضه کول او د هغو د لوټمارۍ لړۍ دوامداره ساتل دي. د ده په وینا، پر دې خاوره تپل شوې ترهګري د دې لپاره ده چې د سیمې وسایل تر وروستي حده د ولس له واکه بهر وساتل شي. نوموړي دغه څرګندونې د شهیدانو وطن په یاد د چمن د های سکول فوټبال په لوبغالي کې جوړې شوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چې مشري یې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي کوله. ایمل ولي خان وویل، پښتانه او بلوڅ دوه ورونه، باعزته او خپلواکه قومونه دي او د دواړو قومونو ترمنځ یووالی، اتفاق، متقابل درناوی او ګډه مبارزه د وخت مهمه اړتیا ده. هغه زیاته کړه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کاروبار او سوداګریزو فعالیتونو بندېدو د ځايي خلکو اقتصادي ژوند سخت اغېزمن کړی دی، خو د دواړو غاړو ترمنځ تاریخي، قومي، کلتوري او کورني تړونونه د کرښو محتاج نه دي او پر دغو اړیکو او دودونو بندیزونه لګول د غندنې وړ عمل دی. نوموړي وویل، عوامي نېشنل ګوند د شهیدانو د وینو امین ګوند دی او د شهید خان جیلاني خان اڅکزي او شهید اسد خان اڅکزي سترې قربانۍ به هېڅکله هېرې نه شي. د دوی قربانیو د باچا خان د فکر سل کلنې مبارزې ته نوی دوام ورکړی دی. هغه وویل، پښتون قام له تېرو څو لسیزو راهیسې له ناامنۍ، ترهګرۍ، بې روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او بې باورۍ سره مخ دی، حال دا چې پښتونخوا له طبیعي زېرمو، معدنیاتو او ګڼو اقتصادي امکاناتو ډکه ده، خو له بده مرغه ځايي ولس د خپلو وسایلو له ګټو محروم ساتل شوی دی. د هرې سیمې د پرمختګ بنسټیز اصل دا دی چې پر وسایلو یې لومړی حق د هماغې سیمې د خلکو وي او ولس ته خپل سیاسي، اقتصادي او آئیني حقونه ورکړل شي. ایمل ولي خان ټینګار وکړ چې د پښتنو او بلوڅو د ستونزو د هواري لپاره باید ګډه سیاسي تګلاره خپله شي، ځکه د ولس د حقونو ساتنه او د تلپاتې سولې قیام یوازې د جمهوري ارزښتونو، د آئین د بالادستۍ او د پارلمان د خپلواکۍ له لارې ممکن دی. د غونډې صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د یوې منظمې منصوبه بندۍ له مخې پر پښتون بلوچ وطن بې قانوني، ترهګري، وسله والې ډلې، پر لویو لارو ناامني، د نشه يي توکو پراخه کرنه او کاروبار، د وسایلو لوټماري او اقتصادي وژنه تپل شوې ده. هغه وویل، د ورور په مقابل کې د ورور او د خپلمنځي قبایلو ترمنځ د جګړو جوړولو لپاره د دښمنۍ او تربګنۍ جال خپرول کېږي. اصغر خان اڅکزي زیاته کړه، زندان ته تلل ورته نوې خبره نه ده، خو د دې سیمې د ولس ګټې ورته تر هر څه مهمې دي. موږ د دې ښار ساتونکي یو؛ کله چې مو د شهید خان جیلاني خان اڅکزي، شهید عسکر خان اڅکزي او شهید اسد خان اڅکزي درانه جنازې پر اوږو وړلې، هغه مهال مو هم د چمن خلکو او د هغوی شتمنیو ته هېڅ زیان ونه رساوه او نن هم د ولس د ګټو ساتنه خپله دنده بولو. نوموړي وویل، مقتدره قوتونو د فارم ۴۷ له لارې جعلي او بوګس اسمبلۍ جوړې کړې او د فبرورۍ پر اتمه یې د ولس له رایې سره لوبې وکړې. په ټول هېواد کې د پارلمان سپکاوی شوی، مقننه او عدلیه تر فشار لاندې دي، انتظامیه فلج شوې او پر صحافت بندیزونه لګول شوي دي. د دغو ناروا اقداماتو هر ډول پایلو مسؤلیت به هم د همدغو قوتونو پر غاړه وي. د عوامي نېشنل ګوند صوبایي پارلماني مشر انجینر زمراک خان اڅکزي غونډې ته په وینا کې وویل، د باچا خان د فکر بنسټیزه موخه د ولس خدمت دی او د دې لپاره یې د سوله ییزې جمهوري مبارزې لاره غوره کړې وه. د عدم تشدد فلسفه نن هم د پښتنو او بلوڅو د حقونو ضامن ده او د سیمې او هېواد اوسني حالات هم د همدې فلسفې غوښتنه کوي. هغه وویل، موږ پر خپلې مبارزې او د شهیدانو پر قربانیو ویاړو او د شهیدانو قربانۍ به تل زموږ لپاره د لارې مشال وي. غونډې ته د ګوند صوبایي عمومي منشي مابت کاکا، صوبایي مرستیال مشر جمال الدین رشتیا، صوبایي ویاند ولي داد میاني، صوبایي د کلتور سکرتر حضرت علي اڅکزي او ضلعي مشر عبدالخالق حقمل هم ویناوې وکړې. په ولسي غونډه کې زرګونو کسانو ګډون کړی و. د غونډې د نظامت چارې مابت کاکا ترسره کړې، قراردادونه ولي داد میاني وړاندې کړل او د قرآن کریم د تلاوت سعادت مولوي اختر محمد ترلاسه کړ۔