سید انورشاہ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو نواب محمد اياز خان جوګېزي، عبدالرؤف لالا او عبدالرحيم زيارتوال له خوا په وروستۍ غونډه کې د پښتنو د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ، سوداګريزو بنديزونو او د سرچينو د ساتنې په اړه له پورته سويو ټکو څخه انکار نه سي کېدای. په سيمه کې د ناامنۍ، ګرانۍ، پر سرحدي سوداګرۍ د بنديزونو او د روزګار د فرصتونو د کمښت له امله د عامو خلکو ژوند سخت اغېزمن سوی دی، خو د دې ستونزو د يادونې ترڅنګ د هغوی د بنسټيزو لاملونو پېژندل او عملي حل لټول تر ټولو مهمه اړتيا ده.
حالات دا غوښتنه کوي چې تر څو ټول پښتون سياسي مشرتابه له شخصي او ګوندي اختلافاتو پورته پر يوه دريځ او يوه پاڼه راټول نه سي، تر هغه وخته په وضعيت کې رښتينی ښه والی ناشونی دی. وېشل سوي سياسي غږونه نه په پارلمان کې اغېزمن فشار راوړلای سي او نه هم د ولس روا اساسي او اقتصادي حقونه خوندي کولای سي. له همدې امله د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو او په سيمه کې د تلپاتې ثبات لپاره تر ټولو لومړی مشرتابه ته پکار ده چې د خپلو ګټو قرباني ورکړي او ګډه تګلاره غوره کړي، ځکه له يووالي او قربانۍ پرته بله هېڅ چاره نسته.
