تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د کوټې پوليسو کارروايي، د اجمل باکسر ډلې غړی او د هوايي ډزو تورن ونيول سول

کوټه (وېب نیوز) د کوټې ډي آی جي عمران شوکت او د عملياتو اېس اېس پي ضياء الحق مندوخېل پر نوټس د کوټې پوليسو کارروايي وکړه او د اجمل باکسر ډلې يو مطلوب غړی او د هوايي ډزو له لارې د وېرې خپروونکی تورن يې ونيو. د پوليسو په وينا، د دواړو تورنو کسانو پر ضد دوسيې ثبت سوې او نورې پلټنې روانې دي.