تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د محمود خان اڅکزي او علامه ناصر عباس د لوړې عدليې مشرانو قاضيانو ته مهم ليکونه

کوټه (وېب نیوز) د قومي اسمبلۍ د اپوزيشن مشر محمود خان اڅکزي او په سنا کې د اپوزيشن مشر علامه راجا ناصر عباس د سترې محکمې مشر قاضي، د فدرالي اساسي محکمې مشر قاضي او د اسلام اباد عالي محکمې مشر قاضي ته ليکونه لېږلي دي. په ليکونو کې د پي ټي آی بنسټګر عمران خان او بشری بي بي د ژوند، روغتيا او بنسټيزو حقونو د ساتنې لپاره د سمدستي قضايي مداخلې او د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۸مې د حکم پر پلي کېدو ټينګار سوی دی.