تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د هېواد د دفاع لپاره به بلوچستان له هېڅ قربانۍ ډډه ونه کړي، د نوان کلي سپورټس کمپلېکس به نن پيل سي: اعلي وزير

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلي وزير مير سرفراز بګټي د پي بي ۲۹ نوان کلي په سپورټس کمپلېکس د پرانيستې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هېواد د امنيت د دفاع لپاره به بلوچستان هره قرباني ورکړي او په ولسي پروژو کې به ځنډ او اداري خنډونه ونه زغمل سي. هغه د کوټې کمشنر د ټاسک فورس مشر وټاکه او اعلان يې وکړ چې دا پروژه به په يوه کال کې بشپړه سي، مالي برخه به يې زياته سي او ځوانانو ته به د لوبو اسانتياوې دوام ولري.