تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د کوټه پريس کلب مخې ته د بي يو جې دوه ورځنی احتجاجي پرلت پای ته ورسېد، په اسلام اباد کې د پاور شو اعلان

کوټه (وېب نیوز) د پي اېف يو جې پر غوښتنه د بي يو جې تر سيوري لاندې د کوټه پريس کلب مخې ته د ۲۷ ساعتونو دوه ورځنی احتجاجي پرلت پای ته ورسېد، چې پکې د پي اېف يو جې مشر افضل بټ د پيکا ايکټ، د بيورو دفترونو د تړلو او د خبريالانو د اقتصادي ستونزو پر ضد د ټول هېواد کچه د مبارزې د چټکولو او د غوښتنو د منلو تر مهاله په اسلام اباد کې د پرلت اعلان وکړ. په غونډه کې منظور احمد رند، عرفان سعيد او نورو خبريالانو او سياسي مشرانو د خبريالۍ د ازادۍ د ساتنې او د خبريالانو د حقونو لپاره پر دوامداره مبارزې ټينګار وکړ.