کوټه (وېب نیوز) د پنجاب اعلي وزيرې مريم نواز په راولپنډۍ کې د هونہار سکالرشپ او لېپ ټاپ وېشلو غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د وزارت اعلي تر اخيستلو مخکې پنجاب د کوډو، جادو او موکلانو له لارې چلېده، خو اوس صوبه پر عصري بنسټونو جوړېږي. هغې د خپلو زرو ورځو د کارکردګۍ په يادولو په راتلونکو څو مياشتو کې د ۳ زرو نويو بسونو د راوستلو، د نيم لک کورونو د جوړولو ترڅنګ د ۵ لکو کورونو د هدف، د ۵۰ زره کيلومتره سړکونو د جوړولو، په ۴۱ ښارونو کې د سيف سټي د فعالولو او په ۱۸ مياشتو کې د ډويژنل مرکزونو په کچه د سرطان د روغتونونو د فعالولو اعلان وکړ، او پر مېرېټ، د ښځو پر خونديتوب او د نشه يي توکو پر مخنيوي يې هم ټينګار وکړ.
