تازه خبرونه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶

د ايشيا کپ رايزنګ سټارز: پاکستان شاهينز نيپال ته د ۹۶ منډو په توپير ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووت

کوټه (وېب نیوز) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ايشيا کپ رايزنګ سټارز په ګروپ سيالۍ کې پاکستان شاهينز پچه وګټله، لومړۍ توپوهنه يې وکړه او د حسن نواز د ۲۸، معاذ صداقت او لوبډلمشر عبدالصمد د ۱۳، ۱۳ منډو پر مټ يې نيپال ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقيب کې د نيپال ټوله لوبډله يوازې پر ۷۲ منډو وسوځېده چې پکې شپږ لوبغاړي پر صفر اوټ سول او ميان يادو ۴۱ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري محمد حسنين او سفيان مقيم درې، درې، محمد عمران دوه او معاذ صداقت يوه ويکټ ترلاسه کړه.