د چمن په ولسي غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سناتور ايمل ولي خان، صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او نورو ويناوالو له خوا د نويو صوبو د جوړولو په اړه کوم تحفظات، اندېښنې او دريځ وړاندې سوی، هغه په هېوادني سياست کې يو مهم بحث راپارولی دی. د سرحدي سوداګرۍ د بندښت، ناامنۍ، د سرچينو د وېش او اساسي او ولسواکو چارو په اړه د پوښتنو ترڅنګ د صوبو د وېش موضوع هم نوره يوازې د ښه انتظام ساده خبره نه ده پاتې، بلکې يوه نازکه سياسي او اساسي مسئله ګرځېدلې ده.
په دې لړ کې واکمنو او د تګلارو جوړوونکو ته پکار ده چې د نويو صوبو يا اداري بدلونونو په تړاو له اساسي قانون څخه د وتلو يا يواړخيزو ګامونو له اخيستلو ډډه وکړي. د اساسي چوکاټ، پارلمان او صوبايي اسمبليو د واکونو له پامه غورځول او په دې لاره تګ يو خورا حساس او سخت کار دی چې سياسي تاوتريخوالی او بې باوري زياتولای سي. په دې لړ کې به اړينه وي چې ټول اړخونه، صوبايي استازي او سياسي ګوندونه سره يو موټی او همغږي مزل وکړي تر څو د اساسي قانون، وفاقي توازن او د ولسي حقونو ساتنه باوري سي.
