کوټه (وېب نیوز) د چين ولسمشر شي جين پينګ او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دواړو هېوادونو د ستورمزلو د ګډ خلايي ماموريت شينژو ۲۴ پر برياليتوب يو بل ته مبارکي ورکړه. دواړو مشرانو پر دوه اړخيزې دوستۍ، د سپارکو او چينايي خلايي ادارو پر همکارۍ او د سوله ييزو خلايي څېړنو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
