کوټه (وېب نیوز) د بي بي سي د ارزونې او د روسيې د احصاييې ادارې د افشا سويو اسنادو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراين د جګړې له پيل راهيسې لږ تر لږه ۴ لکه او ۹۰ زره او ۳۳۴ روسي سرتېري وژل سوي دي، خو خپلواک کارپوهان وايي حقيقي شمېره ښايي تر دې هم زياته وي. د روسيې د احصاييې ادارې سايبري بريد تاييد کړ خو د حساسو معلوماتو د افشا کېدو ادعا يې رد کړه.
