کوټه (وېب نیوز) د ايراني سپاه پاسداران سمندري ځواک ادعا کړې چې د هرمز تنګي د سويل او ختيځ ساحل ترڅنګ د تېلو دوه ټانکرونه د سمندري ماين د لګېدو له امله د چاودنې او اور ښکار سوي دي. د اعلاميې له مخې، دواړو بېړيو خپل د تګ راتګ او پېژندنې سيستمونه بند کړي وو او د تېرېدو هڅه يې کوله.
