په ډېره غازي خان کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداري له خوا د بلوچستان د حالاتو د سخت بللو او په ګډه د کار کولو د څرګندونو په اړه د صوبې په سياسي او ولسي کړيو کې بېلابېل نظرونه او اندېښنې راپورته سوې دي. نيوکه کوونکي او ځايي کړۍ په دې باور دي چې د مرکز د لويو سياسي ګوندونو له څرګندونو څخه دا تاثر پيدا کېږي چې هغوی د صوبې له رښتينو حالاتو او پخوانيو ستونزو څخه پوره خبر نه دي يا يې په حل کې جدي لېوالتيا نه لري. په دې لړ کې د تېرو هغو اداري او انتخاباتي پرېکړو يادونه هم کېږي چې له مخې يې د خضدار اړوند له طبيعي سرچينو ډکې سيمې د سندهـ په حلقو کې شاملې سوې وې، او همداراز د صوبې د اوسني وضعيت په اړه د ليکونو او معلوماتو د لېږلو سربېره پر چوپتيا او د عملي ګامونو پر نشتوالي هم پوښتنې راپورته کېږي.
بل خوا د پيپلز ګوند او صوبايي حکومت ملاتړي دريځ لري چې اوسنی صوبايي مشرتابه او ايتلافي ګوندونه د امنيت د ټينګښت، پرمختيايي پروژو او سياسي تفاهم له لارې د حالاتو د ښه کولو هڅې کوي. خو حقيقت دا دی چې د بلوچستان مسئله د کوم يو يا څو سياسي ګوندونو تر واک او بيانونو پورې محدوده نه ده، بلکې دا دلته د مېشتو قامونو د اساسي، سياسي او اقتصادي حقونو مسئله ده چې د مرکز او صوبې په کچه د لويو ګوندونو له خوا له پامه غورځول سوې ده. يوازې د ستونزو يادونه بسنه نه کوي، بلکې پر سرچينو د ځايي ولس واک، جغرافيايي او اداري حقونو او د روزګار په څېر مهمو ټکو ته عملي حل وړاندې کول اړين دي، ځکه تر څو چې دې بنسټيزو چارو ته پاملرنه ونه سي، په بلوچستان کې به حالات ورځ تر بلې نور هم خرابېږي.
