د هر ریاست د نظم، قانونمندۍ او ټولنیز شعور تر ټولو څرګند انځور د هغه د ټرافیکي نظام څخه معلومېږي. پر سړکونو نظم، د قوانینو درناوی، د خلکو چلند او د ادارو اغېزمنه څارنه په حقیقت کې د هماغه دولتي نظام انعکاس وي چې د منظمې ټولنې دعوه کوي. له بده مرغه، په پاکستان کې، په ځانګړي ډول د کوئټه او اسلام آباد په څېر مهمو ښارونو کې د ټرافیک ګډوډ حالت نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، بلکې د هېواد پر نړیوال تصویر یې هم منفي اغېز کړی دی.
د ټرافیک ستونزه یوازې د موټرو ګڼې ګوڼې، ناقانونه پارکینګ یا د سړکونو بندښت نه دی، بلکې دا د قانون د حاکمیت، د ادارو د عملدارۍ او د ولسي روزنې له مسئلې سره تړاو لري. کله چې په لویو لارو د ټرافیکي اصولو ماتول عادي خبره شي، د اشارو احترام کمزوری شي، پیادهروګانې د موټرو او تجاوزاتو لاندې راشي او مسؤلې ادارې یوازې تر لنډمهاله اقداماتو محدودې پاتې شي، نو دا د نظام د کمزورۍ او د ادارو د ناکامۍ څرګندونه کوي.
په ځانګړي ډول د جنوبی پشتونخوا ښارونو کې، چې نفوس او ښاري اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتېږي، د ټرافیک ستونزې لا پسې ژورې شوې دي. کوئټه کې بې نظمه پارکینګ، غیر منظم عامه ترانسپورټ، تجاوزات او د ټرافیکي قوانینو نه مراعات د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. ورته ستونزې کله ناکله په اسلام آباد کې هم لیدل کېږي، چې د نسبتاً غوره زیربناوو باوجود د ځینو خلکو غیر مسؤلانه چلند او اداري نیمګړتیاوې د نظم د خرابېدو لامل ګرځي.
دغه وضعیت د پاکستان نړیوال انځور هم زیانمنوي. بهرني سیلانیان چې کله یو هېواد ته داخلېږي، د هغه هېواد لومړنی تاثر د سړکونو، ښاري نظم، د خلکو چلند او ټرافیکي وضعیت څخه اخلي. که هغوی پر سړکونو ګډوډي، ناقانونه پارکینګ، بې ترتیبه ټرافیک او د قانون ښکاره سرغړونې وویني، نو د یو غیر منظم او بې انضباطه ټولنې تصور ورسره پیدا کېږي. په داسې حال کې چې پاکستان طبیعي ښکلاوې، تاریخي ځایونه او مېلمه پالنه لري، خو دغه نیمګړتیاوې د هېواد مثبت تصویر اغېزمنولی شي.
بېشکه ټول خلک د قانون ماتونکي نه دي؛ دا یوازې یو محدود شمېر کسان دي چې له اصولو سرغړونه کوي. خو پوښتنه دا ده چې که یو کوچنی قشر هم د قانون پر وړاندې سرغړونه کوي او دولت یې د سمې لارې راوستلو توان نه لري، نو دا د ادارې او نظام کمزوري بلل کېږي. د قانون حاکمیت هغه وخت معنا پیدا کوي چې د سرغړونکو پر وړاندې بې توپیره او دوامداره قانوني چلند موجود وي.
اوسنی وخت دا غوښتنه کوي چې د ټرافیک مسئله یوازې د جرمانو یا لنډمهاله کمپاینونو له لارې نه، بلکې د یوې جامع پالیسۍ له مخې حل شي. عصري ټرافیکي مدیریت، اغېزمنه څارنه، منظم پارکینګ سیستم، د عامه پوهاوي پروګرامونه او د قانون جدي تطبیق کولای شي د دې ستونزې دایمي حل ته لاره هواره کړي. سربېره پر دې، په ښوونیزو ادارو کې د ښاري مسؤلیت او ټرافیکي اصولو په اړه پوهاوی هم اړین دی.
د پاکستان ښکلا یوازې په غرونو، درو او تاریخي ځایونو کې نه ده، بلکې په منظم ښارونو، قانون منونکو وګړو او مسؤل اداري نظام کې هم نغښتې ده. که دولت غواړي خپل مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کړي، نو باید د سړکونو نظم او د ټرافیک اصلاح ملي لومړیتوب وګرځوي، ځکه چې د هر ریاست رښتینی هنداره د هغه نظام، او په ځانګړي ډول د هغه ټرافیک وي.
