منځني ختیځ کې وروستۍ ترینګلتیا، په ځانګړي ډول د امریکا او ایران ترمنځ زیاتېدونکی تاوتریخوالی، یو ځل بیا نړۍ دې حقیقت ته متوجه کړې چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لویه برخه پر څو حساسو سمندري لارو ولاړه ده. په دغو کې د هرمز تنګی تر ټولو مهمه لاره بلل کېږي، چې هر ډول پوځي یا سیاسي کړکېچ یې اغېزې نه یوازې پر خلیجي هېوادونو بلکې پر نړیوال اقتصاد هم سمدستي محسوسېږي. د تېلو بیو کې پورته او ښکته بدلون، د سمندري بیمې لګښتونو زیاتوالی، سوداګریز ځنډونه او د پانګهوالو اندېښنې هغه عوامل دي چې نړۍ وخت ناوخت د بېثباتۍ تر څنډې رسوي.
دا یو څرګند حقیقت دی چې خلیجي هېوادونو په تېرو کلونو کې د بدیلو لارو او پایپ لاینونو پر جوړولو تر یوه بریده کار کړی، خو اوسني شرایط ښايي دې فکر ته نوی لوری ورکړي. داسې ښکاري چې خلیجي هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عرب، متحده عربي امارات او عمان، د راتلونکي اړتیاوو ته په پام سره په جدي ډول دا ارزوي چې د انرژۍ لېږد او سوداګري باید یوازې یوې حساسې لارې پورې محدوده نه وي، بلکې د بدیلو لارو له لارې لا خوندي، متنوع او دوامدار سیستم رامنځته شي. په دې برخه کې نه یوازې د پایپ لاین شبکې، بلکې د احتمالي بدیلو سمندري لارو او کانال پروژو ګټورتیا هم د بحث وړ ده.
دا بحث باید یوازې د نفتي توکو تر لېږد محدود نه وي. که راتلونکې کې د سترې زېربنایي پروژې په اړه غور کېږي، نو باید نړیواله سوداګري، لوژستیک، د کانټینري بېړیو تګ راتګ، د ازادې سوداګرۍ سیمې، صنعتي مرکزونه، د بندرونو پراختیا او سیمهییز اقتصادي یوځایوالی هم پکې په پام کې ونیول شي. که بدیلې سوداګریزې دهلېزونه وتوانېږي چې خلیجي ساحلونه په مستقیم ډول له نړیوالو سمندري لارو سره ونښلوي، نو اغېزې به یې یوازې د انرژۍ تر سکتور محدودې نه وي، بلکې د نړیوال اقتصاد پر پراخو برخو به مثبت اثر ولري.
د دې ډول پروژو عملي کېدل یقیناً د یوه هېواد له وس او ګټو پورته موضوع ده. خلیجي هېوادونه باید له نړیوالو پانګهوالو، سترو اقتصادونو، د انرژۍ واردوونکو هېوادونو او نړیوالو مالي ادارو سره پراخې سلا مشورې وکړي، څو داسې پروژې اقتصادي پلوه ګټورې، تخنیکي لحاظه خوندي او سیاسي پلوه پایدارې وګرځي. چین، اروپا، جاپان، سویلي کوریا او نور ستر واردوونکي هېوادونه هم د انرژۍ د خوندي او پرلهپسې رسونې له امله په دې ډول نوښتونو کې طبیعي دلچسپي لرلای شي.
دا هم یو حقیقت دی چې پر یوه حساس سمندري مسیر د تکیې کمېدل کولای شي د سیمې د ځواک توازن او جیوپولیټیکي معادلې بدلې کړي. د بدیلو لارو زیاتوالی به د یوې لارې جغرافیایي اهمیت تر یوه بریده راکم کړي او د کړکېچ پر مهال به پر نړیوالو بازارونو فشار او نامعلوم وضعیت هم کم شي. خو دا موضوع باید د تقابل او سیالۍ له زاویې نه، بلکې د سیمهییز ثبات، سوداګریز تسلسل او اقتصادي امنیت له لیدلوري وارزول شي.
نړۍ د داسې پړاو پر لور روانه ده چې انرژي، سوداګري او جغرافیایي سیاست نور له یو بل بېل نه دي. اوس وخت دی چې خلیجي هېوادونه د لنډمهالو بحرانونو پر ځای اوږدمهاله تګلارې غوره کړي، د بدیلو دهلېزونو، عصري پایپ لاین شبکو، ګډو بندري نظامونو او احتمالي سوداګریزو کوریډورونو په اړه جدي فکر وکړي، څو راتلونکو بحرانونو اغېزې راکمې او د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ بهیر لا خوندي او باثباته شي.
