کوټه (نوي ژوند نيوز) د امريکا فضايي ادارې ناسا پر سپوږمۍ د دايمي انساني ابادۍ د جوړولو لپاره د شاوخوا ۲۰ اربه ډالرو يو ستر او تاريخي پلان اعلان کړی او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال تر پايه د قمري ښار د جوړېدو لومړنی پړاو پيل شي. د ناسا مشر جيرډ آيزک مين ويلي چې د دې پروژې لومړی پړاو به تر ۲۰۲۹ کال پورې دوام وکړي چې پکې به د نويو ټېکنالوژيو ازموينه، ساینسي څېړنې، بنسټيزو اسانتياوو برابرول او د مناسب لينډنګ ځايونو معلومول شامل وي، په داسې حال کې چې تر ۲۰۳۲ کال پورې پر سپوږمۍ د دايمي کالونۍ جوړولو هدف هم ټاکل شوی دی. د ناسا چارواکي وايي د سپوږمۍ چاپېريال د انسان د استوګنې لپاره سخت او له ننګونو ډک دی، خو تمه ده چې نوی قمري ښار به د پرمختللو ساینسي اسانتياوو په مټ د فضايي څېړنو نوې دروازې پرانيزي. راپورونه وايي چې روان مني کې به بليو اوريجن خپل بليو مون مارک ون لينډر اينډورنس سپوږمۍ ته واستوي او په راتلونکو کلونو کې به خودکار روورونه او ډرونونه د اوبو او طبيعي سرچينو د لټون لپاره ځای پر ځای شي، خو ځينو کارپوهانو د تخنيکي ستونزو له امله د احتمالي ځنډ اندېښنې هم څرګندې کړې دي.
