کوټه (نوي ژوند نيوز) د هند د اتر پرديش ايالت د بلند ښار په ولسوالۍ کې يوې بېزو هغه وخت خلک حيران کړل کله چې د يوه کس څخه يې د شاوخوا دوه لکه روپيو ډک بکس وتښتاوه او د ونې سر ته له ختلو وروسته يې د نوټونو باران پيل کړ. د راپورونو له مخې دا عجيبه پېښه د ډسټرکټ کورټ کمپلېکس مخې ته هغه وخت رامنځته شوه کله چې يو کس د ځمکې د پېر او پلور په تړاو خپل وکيل ته راغلی و او په لاس کې يې د ۵۰۰ روپيو نوټونو ډک بکس درلود. په همدې مهال يوې بېزو ورباندې حمله وکړه، بکس يې يووړ او د نږدې ونې سر ته وخته. ويل کېږي بېزو ګومان کاوه چې په بکس کې به د خوړو څه شی وي، خو کله چې يې دننه نوټونه وموندل نو د نوټونو بنډلونه يې وشلول او په هوا کې يې شيندل پيل کړل. د پېښې له امله د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوه او ګڼ کسان د پرتو نوټونو راټولولو ته ورمات شول، بلخوا د پېښې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو چټکه خپره شوې او د خلکو پراخه پاملرنه يې جلب کړې ده.
