اداریه ۳ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان کړکېچ، د پښتنو سیمو ناامني او د سیاسي حل اړتیا

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو ستر او له طبیعي زېرمو ډک صوبه بلل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ، سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي محرومۍ او کمزورې ادارې له ستونزو سره مخ ده. که څه هم د بدامنۍ یادونه تر ډېره د بلوچ سیمو په تړاو کېږي، خو حقیقت دا دی چې د روانو حالاتو اغېز اوس د پښتنو پر سیمو او ولس هم ژور سیوری غوړولی دی. د محتاطو اټکلونو له مخې، د ځاني او مالي زیانونو، د کاروبار د رکود، د تګ راتګ د محدودیتونو او د وېرې فضا تر ټولو دروند بوج د پښتنو سیمو خلکو هم زغملی دی. په داسې حالاتو کې چې پښتون سیاسي مشران او ملتپاله ځواکونه د خپلې خاورې، ولس او امنیت لپاره سخت دریځ یا د اندېښنې څرګندونه کوي، د هغوی د دریځ پر ځای باید د ستونزې پر ریښو غور وشي، ځکه د خلکو د امنیت او حقونو دفاع د هرې سیاسي رهبرۍ مشروع او اخلاقي مسؤلیت ګڼل کېږي.

د بلوچستان د روان بحران اصلي لاملونه یوازې امنیتي نه، بلکې ژور سیاسي، اقتصادي او اداري اړخونه لري؛ د حقونو نابرابره وېش، پر طبیعي زېرمو د اختیار شخړه، سیاسي احساسِ محرومي، بې‌روزګاري، کمزوری بنسټیز جوړښت او د ولسونو په منځ کې د مالکیت احساس نشتوالی هغه عوامل دي چې د بې‌باورۍ فضا یې پیاوړې کړې ده. په دې دوو قومي واحدونو ولاړه صوبه کې د دوامدار امن لپاره یوازې زور، عملیات او لنډمهاله تدابیر بسنه نه کوي، بلکې د سیاسي خبرو اترو، صوبایي واکمنۍ، د ځايي ولس د حقونو تضمین، عادلانه پرمختګ او د ولس د باور د بیا رغونې له لارې تلپاتې حل موندل کېدای شي، څو بلوچ او پښتون دواړه د امن، ثبات او برابر حقونو لرونکی راتلونکی ولري.