تېره شپه د ښار په بېلابېلو سړکونو او لارو کې د پټرولو پمپونو مخې ته ولاړې اوږدې قطارونه یوازې د تېلو د ترلاسه کولو هڅه نه وه، بلکې د داسې یوې ټولنې انځور یې وړاندې کاوه چې د بېباورۍ، اندېښنو او اداري ناکامیو تر دروند بار لاندې راګیر شوې ده. په موټرو کې ناستې ښځې، د ګیلنونو په لاس سرګردانه ګرځېدونکي وګړي، د پمپونو کارکوونکي او عام خلک چې له یو بل سره په لفظي او فزیکي شخړو اخته وو، د دې څرګندونه کوي چې کله بحران د ټولنې دروازې ته راورسیږي، نو تر ټولو وړاندې ټولنیز نظم او زغم زیانمن کیږي.
دا منظر د هغو ورځو یاد تازه کوي چې د سي اېن جي سټېشنونو مخې ته به د ساعتونو انتظار کول یو معمول و. خو دا ځل ستونزه یوازې د تېلو د رسولو نه ده، بلکې د باور د بحران بڼه یې هم خپله کړې ده. د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه ورځ تر بلې پیاوړې کیږي چې که د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم یقیني نه وي، نو د دولتي نظام اغېزمنتیا به بیا په څه کې وي؟
په همدې پس منظر کې د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي وروستۍ وینا هم ځانګړی اهمیت پیدا کوي. د هغه له سیاسي دریځ سره اختلاف کېدای شي، د هغه پر نظریاتو بحث کېدای شي، خو دا حقیقت نه شي رد کېدای چې نوموړي د سیمې د خطرناکو حالاتو، د اساسي قانون د بحران، د حکومتولۍ د کمزوریو او د ولسي اندېښنو پر مهمو اړخونو رڼا واچوله. کله چې یو سیاسي مشر خبرداری ورکوي چې د ناسمو پرېکړو دوام کولای شي سیمه د نړیوالو قدرتونو د سیالیو او شخړو په ډګر بدله کړي، نو دا ډول خبرداری باید جدي ونیول شي.
بلوچستان له وړاندې څخه د ناامنۍ، اقتصادي رکود او سیاسي بېباورۍ درنه بیه پرې کوي. لارې او سړکونه خوندي نه دي، سوداګرۍ اغېزمنې شوې دي، د پانګونې چاپېریال له منځه تللی او خلک د وېرې تر سیوري لاندې ژوند کولو ته اړ شوي دي. په داسې حالاتو کې که د نظر څرګندولو لارې چارې هم محدودې شي، نو د ستونزو د حل پر ځای به یې لا زیاتوالی راشي.
دلته تر ټولو د اندېښنې وړ اړخ د چاپي رسنیو پر ضد غوره شوې تګلاره ده. تاریخ شاهد دی چې کله هم دولتونو د ازادو رسنیو د کمزوري کولو یا خاموشه کولو هڅه کړې، ښايي لنډ مهال لپاره یې نیوکې کمې شوې وي، خو ستونزې هیڅکله نه دي ختمې شوې. ازاد اخبارونه د ټولنې د تودوخې د معلومولو د آلې حیثیت لري. که ترمامیتر مات شي، تبه نه ختمیږي، یوازې د هغې اندازه کول ناشوني کیږي.
په بلوچستان کې چاپي رسنۍ نه یوازې د زرګونو کورنیو د روزګار وسیله ده، بلکې د لرې پرتو سیمو د خلکو غږ هم دی. که د حکومتي پرېکړو له امله اخبارونه اقتصادي مرګ ته ورټېل وهل شي، نو یوازې څو ادارې به ونه تړل شي، بلکې د معلوماتو، نیوکې، حساب ورکونې او ولسي استازیتوب یو بشپړ نظام به کمزوری شي. د ټولنیزو رسنیو د چټک پرمختګ سره سره، تر اوسه پورې د باوري او مسلکي ژورنالیزم بشپړ بدیل نه دی رامنځته شوی.
د نړۍ په تاریخ کې د شوروي اتحاد د وروستیو ورځو مثال ډېر ځله وړاندې کیږي. هلته د خلکو په لاس کې پیسې وې، خو د اړتیا وړ توکي نه وو. دولت ظاهراً پیاوړی ښکارېده، خو د ولس او نظام ترمنځ د باور اړیکه ماته شوې وه. کله چې دولتي ادارې د حقایقو د منلو پر ځای د هغو د پټولو هڅه وکړي، نو بحران لا پسې ژوریږي.
بلوچستان نن د تاریخ په یوه حساس پړاو کې ولاړ دی. له یوې خوا ناامني، بېروزګاري او د سرچینو د ناعادلانه وېش پوښتنې دي او له بلې خوا سیاسي ترینګلتیا او پر رسنیو د زیاتېدونکي فشار شکایتونه موجود دي. که د دغو ستونزو حل د خبرو اترو، روڼتیا، د اساسي قانون د واکمنۍ او د ولسي ګډون له لارې ونه لټول شي، نو راتلونکې ورځې به لا سختې وي.
حکومتونه باید په یاد ولري چې د مخالفو غږونو په خاموشه کولو سره اختلاف له منځه نه ځي، بلکې د ځمکې لاندې پټیږي. ازادې رسنۍ، پیاوړی پارلمان، خپلواکه قضایه قوه او حساب ورکوونکې اداره د هر دولت اصلي ځواک وي. که دا بنسټونه کمزوري شي، نو بیا اوږدې قطارونه یوازې د پټرولو پمپونو تر مخه نه وي، بلکې د تاریخ په پاڼو کې د دولتي ناکامیو په کتار کې هم یو نوی زیاتوالی راځي.
د وخت غوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې سیاسي ځواکونه، دولتي ادارې، رسنۍ او مدني ټولنه د ټکر پر ځای د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي. که نه، نو هغه خاموشي چې نن د اخبارونو پر مخونو تپل کیږي، سبا به د ټولې ټولنې لپاره په داسې یوه چوپتیا بدله شي چې انګازې به یې د ډېر وخت لپاره اورېدل کیږي.
