کوټه (ویب نیوز) د صوبایي پلازمېنې کوټې د وحدت کالونۍ په سیمه کې یوه ډېره دردناکه او غمجنه پېښه رامنځته شوې، چې د پولیسو په وینا یو سړي د کورني اختلافاتو له امله لومړی خپله مېرمن او څلور معصوم ماشومان وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی. د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیسو سیمه کلابنده کړې او د مړو جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي، چیرې چې د کرائم سین څخه شواهد راټول شوي او د پېښې هر اړخیزه پلټنه پیل شوې ده. چارواکي وایي چې د پېښې اصلي علتونه لا تر اوسه نه دي روښانه شوي او د تحقیقاتو لړۍ روانه ده. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د پېښې سخت نوټس اخستی او له پولیسو او اړوندو ادارو یې د 24 ساعتونو په موده کې د ابتدایي راپور غوښتنه کړې ده.
