(نوی ژوند ویب سائټ نیوز)
د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن مشر ډاکټر حئی بلوچ ویلي چې د ډاکټر ماه نور ناصر پر ضد د تېزاب اچونې پېښه یو دردناک او غندنه وړ عمل دی او د روغتیا ادارو لخوا په څېړنو کې غفلت شوی، هغوی وویل چې د شفافې عدالتي کمېټې په جوړولو ټینګار کوي او د پېښې بې پرې تحقیقات غواړي، ډاکټر حئی بلوچ زیاته کړه چې د 12 جون په ورځ به له شیخ زید هسپتال څخه تر کوئټه پریس کلب پورې لوی لاریون کېږي او د هسپتال مخې ته به احتجاج هم ترسره شي، دوی وویل چې که غوښتنې ونه منل شي نو احتجاج به د ټول بلوچستان په کچه وغځول شي، ینګ ډاکټرانو د سیکرټرۍ صحت او ایم ایس د لرې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پنجاب په طرز د خوندیتوب قانون دې منظور شي، هغوی زیاته کړه چې په نجی هسپتالونو کې به د غریبانو لپاره وړیا درملنه هم جاري وي۔
