کوټه (وېب نيوز) د نېشنل پارټۍ مرستيال پارلماني مشر مير رحمت صالح بلوچ ويلي دي چې په بلوچستان کې موجوده حکومت د ولس له خوا ټاکل شوی حکومت نه دی، بلکې پر ولس تپل شوی حکومت دی، او که د ډاکټر ماه نور ناصر د پېښې په اړه جدي او اغېزمن ګامونه پورته نه کړل شي، نو د بلوچستان سياسي ګوندونه او ولس به سړکونو ته د راوتلو لپاره مجبور شي. نوموړي د کوئټې سول روغتون کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د حکومت له خوا وړاندې شوي ځوابونه نه ولس او نه هم د ډاکټرانو ټولنه قانع کړې ده. هغه وويل چې په دې پېښه کې چېرې هم غفلت، بې پروایي او يا د مسئولينو ناکامي ثابته شي، بايد شفافې پلټنې ترسره شي. ده زياته کړه چې د متاثرينو پر ضد اقدامات دا تاثر پيدا کوي چې ګواکې اصلي مسئولين ژغورل کېږي، چې دا د بلوچستان د ولس لپاره د منلو وړ نه دي.مير رحمت صالح بلوچ غوښتنه وکړه چې حکومت دې سمدستي يو بااختياره او بې پرې عدالتي پلټنيز کمېسيون جوړ کړي، ټول حقايق دې د ولس مخې ته کښېښودل شي او مسئول کسان دې د قانون له مخې سزا کړل شي. نوموړي وويل چې ډاکټران د ټولنې ارزښتمنه شتمني ده او له يو سپېڅلي مسلک سره تړاو لري، نو ځکه بايد هغوی ته خوندي چاپېريال او اغېزمن امنيتي تدابير برابر کړل شي، ترڅو وکولای شي له وېرې پرته خپلو طبي خدمتونو ته دوام ورکړي. په دې خبري غونډه کې د نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اسلم بلوچ او د صوبايي اسمبلۍ غړی خير جان بلوچ هم موجود وو. نوموړي خبرداری ورکړ چې که حکومت په دې مسئله کې جدي او مؤثر اقدامات ونه کړي، نو سياسي ګوندونه او ولس به د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.
