تازه خبرونه ۷ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان زرمبادله زېرمې په دوامداره ډول زیاتېږي: د اسټېټ بانک ګورنر

اسلام آباد(نوی ژوند)د اسټېټ بانک ګورنر جمیل احمد ویلي چې د پاکستان زرمبادله زېرمې هره اوونۍ زیاتېږي او د هېواد بهرنی قرض ۱۰۰ ارب ډالرو کې ثابت پاتې دی. هغه وویل چې د آی ایم ایف فنډونو وروسته به زېرمې د درې میاشتو د وارداتو برابرې شي. د هغه په وینا تېر درې کاله کې ۲۷ ارب ډالر له مارکیټه اخیستل شوي چې د زرمبادله د پیاوړتیا لپاره کارول شوي دي