اداریه ۱۴ جون ۲۰۲۶

ایران ـ امریکا تړون: د جګړې پای که د نوي پړاو پیل؟

د یوې داسې سختې او اعصاب ځپونکې کړکېچنې مرحلې وروسته چې نه یوازې منځنی ختیځ بلکې ټوله نړۍ یې له ناڅرګندتیا، اقتصادي فشار او د پراخې جګړې له وېرې سره مخ کړې وه، د ایران او امریکا ترمنځ د سولې احتمالي تړون د نړیوال سیاست په ډګر کې د نوي فصل د پیل نښې ورکوي. ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ په جنیوا کې د دې تړون رسمي لاسلیک وشي، چې ورسره به د هرمز تنګي له لارې سوداګریز فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي او د نړیوالو انرژۍ بازارونو ثبات به پیاوړی شي. د راپورونو له مخې د تړون له اعلان سره سم د تېلو نړیوالو بیو کې نږدې پنځه سلنه کموالی راغلی او د نړۍ په سترو سټاک مارکیټونو کې د پانګوالو باور او سوداګریزې چارې چټکې شوې دي. امریکايي ولسمشر دا پرمختګ د سولې بریا بولي، خو ایران بیا ادعا کوي چې امریکا یې د مقاومت له امله خبرو اترو ته اړ ایستلې ده. د دې تحول اغېزې به یوازې په تهران او واشنګټن پورې محدودې نه وي، بلکې د منځني ختیځ او مرکزي اسیا پر جیوپولیټیک وضعیت به ژور اغېز وکړي. که پر ایران بندیزونه نرم او کنګل شوې شتمنۍ یې بېرته آزادې شي، نو په سیمه کې به د ځواک توازن نوی شکل غوره کړي. له بلې خوا پوښتنې راپورته کېږي چې ایران به له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې څنګه تنظیموي او آیا د سیمې پر ځینو لوبغاړو به د وروستیو زیانونو مسؤلیت واچوي که نه. شنونکي خبرداری ورکوي چې که تهران د غچ اخیستنې یا سخت دریځې تګلارې پر لور ولاړ شي، نو راتلونکی به یې له نویو ستونزو سره مخ شي، او د مذهبي افراطیت د پراخېدو احتمال به هم زیات شي. د دې بحران بل مهم اړخ د وسلو نړیوال صنعت دی؛ ځکه جګړې او ورپسې د سولې تړون یو ځل بیا د وسلو جوړونکو شرکتونو لپاره ستر اقتصادي فرصتونه برابر کړي او داسې ښکاري چې منځنی ختیځ به په راتلونکو کلونو کې د پرمختللو پوځي تجهیزاتو له سترو بازارونو څخه وي. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې دا تړون به د دوامدارې سولې بنسټ کېږدي او که به یوازې د یوې نوې سیاسي او ستراتیژیکې سیالۍ پیل وي.