کوټه: د بلوچستان د تعلیم صوبایي وزیرې راحیله حمید خان دراني د ګرلز کالج کواري روډ کوټې دوره وکړه او هلته یې د اقلیمي بدلون او د ګلانو د نندارتون په مناسبت جوړې شوې دستورې کې د ځانګړې مېلمستې په توګه ګډون وکړ. په دې موقع زده کوونکو د بېلابېلو ښکلو ګلانو، سجاوټي بوټو او تخلیقي ګملو ننداره وړاندې کړه چې ګډونوالو یې ستاینه وکړه. صوبایي وزیرې وویل چې اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ګرځېدلې او د دې اغېزې په بلوچستان کې هم محسوسېږي، نو ځکه د چاپېریال ساتنې او شجرکارۍ په اړه د ځوان نسل پوهاوی ډېر ضروري دی. هغې زده کوونکو ته د چاپېریال د پاک، شین او خوندي ساتلو لپاره د عملي کردار ادا کولو سپارښتنه وکړه او د کالج پرنسپل فرخ بشیر او انتظامیې ته یې د کامیاب نندارتون مبارکي ورکړه.
