مقامی ۱۸ جون ۲۰۲۶

د بي یو جې مشرتابه د بلوچستان وزیر اعلی سره وکتل، د خبریالانو د غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو

کوټه: د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بي یو جې) مشرانو د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي سره مهمه لیدنه وکړه، چې پکې وزیر اعلی د خبریالانو د غوښتنو د عملي کولو او ستونزو د هواري ډاډ ورکړ. له دې مثبتو خبرو وروسته بي یو جې د صوبایي اسمبلۍ د بودیجې غونډې پر مهال اعلان شوی احتجاج او بایکاټ د یوې ورځې لپاره وځنډاوه. وزیر اعلی وویل چې د خبریالانو ستونزې به له وفاقي حکومت او پیمرا سره پورته کړي او د تړل شوو میډیا بیوروګانو د بیا فعالولو لپاره به هم هر ممکنه همکاري وکړي.