مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د کیو ډي اې د غونډې د منټو ځنډ؛ د شفافو پلټنو غوښتنه

کوټه (ویب نیوز) د کوئټې سیاسي، ولسي او ټولنیزو کړیو د کوټه ډویلپمنټ اتھارټي (کیو ډي اې) د ګورننګ باډي د غونډې د منټو د دوو میاشتو ځنډ له امله سخت اندېښنه څرګنده کړې او د شفافو پلټنو غوښتنه یې کړې ده۔ دوی وایي چې د سرکاري اصولو له مخې منټې باید په یوه تر دوو اوونیو کې خپرې شي، خو دغه ځنډ د ادارې پر شفافیت پوښتنې راپورته کړې دي۔ د سرچینو له مخې په غونډه کې د پرمختیایي پروژو، ترفیعاتو او د هستوګنې سکیمونو مهمې پرېکړې شاملې وې۔ غوښتنه شوې چې اعلی چارواکي دې موضوع وڅېړي او اصلي منټې دې سمدستي خپرې کړي۔