کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام مشرانو د صوبایي بجټ کې د سرکاري ملازمین لپاره د وفاقي طرز الاؤنسونو نه عملي کولو سخت غندنه کړې او دا یې د ملازمین سره جدي بې انصافي بللې ده۔ د دوی په وینا د ګرانی په تناسب د وفاق اعلان شوي الاؤنسونه له پامه غورځول د افسوس وړ خبره ده او له امله یې استادان او ټیټ عاید لرونکي ملازمین له ستونزو سره مخ دي۔ جے یو آی غوښتنه کړې چې سمدستي دې د وفاقي طرز الاؤنسونو نوټیفیکیشن جاري شي، ګنې د احتجاج لاره به خپله کړي۔
