مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د شخصي چینلونو د دفترونو بندېدو پر ضد د بی یو جې د اسمبلۍ بایکاټ او احتجاج، وروسته خبرې بریالۍ شوې

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د ژورنالستانو اتحادیې (بی یو جې) د شخصي ټي وي چینلونو د دفترونو د بندېدو او د خبریالانو د برطرفۍ پر ضد د صوبايي اسمبلۍ د غونډې بایکاټ وکړ او د اسمبلۍ مخې ته یې احتجاج وکړ. خبریالانو سخت شعارونه ورکړل او د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه. وروسته حکومتي پلاوي له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړې او د هغوی د غوښتنو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ، چې له دې وروسته احتجاج پای ته ورسېد.