مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین لپاره په قلعه سیف الله کې د سترې غونډې چمتووالی روان دی

کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له خوا د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت د جون پر ۲۱مه نېټه په قلعه سیف الله فوټبال لوبغالي کې د سترې ولسي غونډې د جوړېدو لپاره چمتووالی په چټکۍ سره روان دی. په بېلابېلو ضلعو او سیمو کې د هرکلي او پوهاوي کمپونه، کارنر غونډې او د ولسي اړیکو کمپاینونه روان دي ترڅو خلک په دې تاریخي غونډه کې د ګډون لپاره وهڅول شي. په کوټه کې د موټرسایکل ستر لاریون او د شمعو بلولو مراسم هم ترسره شول. د ګوند مشرانو ویلي چې عثمان خان کاکړ د ولسواکۍ، اساسي قانون، صوبایي خپلواکۍ او د محکومو ولسونو د حقونو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې وه. ټاکل شوې چې په غونډه کې د ګوند مرکزي او صوبایي مشران ویناوې وکړي.