مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان بودیجه رد کړه

کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د بلوچستان بودیجه رد کړې او ادعا یې کړې چې په بودیجه کې مالي بې نظمۍ او د شمېرو ترمنځ څرګند تضادونه شته. د ګوند په وینا، سره له دې چې بودیجه سرپلس ده، خو د پرمختیايي پروژو، تعلیم، روغتیا او اوبو په څېر بنسټیزو برخو ته پوره پاملرنه نه ده شوې. په بیان کې ویل شوي چې د بودیجې د حجم، اضافي عوایدو او لګښتونو په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي او د روانو پرمختیايي پروژو لپاره د بودجې کمښت به د خلکو ستونزې زیاتې کړي. ګوند د امنیتي بودجې د زیاتوالي سربېره د ناامنۍ پر دوام هم اندېښنه ښودلې او بودیجه یې غیر ولسي بللې ده، چې د قانوني چلنج حق یې هم خوندي ګڼلی دی۔