مقامی ۱۹ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشران کوټه ته رسېدلي، د عثمان کاکړ د برسي لویې جلسې تیار

کوئٹہ (ویب نیوز) د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند شریک مشر استاد مختار خان یوسفزئی او مرکزي جنرل سیکرټري خورشید کاکاجی له سوات څخه کوئټې ته رسېدلي، چې هلته د ګوند مشرانو او کارکوونکو له خوا تود هرکلی وشو.دوی به د 21 جون په ورځ په قلعه سیف الله کې د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځمې تلین په مناسبت لوی ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړي، چې پکې د جمہوریت، آئین بالادستۍ او د محکومو اقوامو د حقوقو لپاره د مبارزې پیغام بیا تکرار شي.