کوټه (ویب نیوز) عوامي نیشنل ګوند د شیراني ضلعې د مرکز له میرعلي خېل څخه ماني خوا ته د انتقال پرېکړه په کلکه رد کړې ده.ګوند وایي چې په میرعلي خېل کې مخکې له مخکې د حکومت لخوا پر دفترونو او ودانیو ډېرې پیسې لګول شوې دي، نو د مرکز بدلول به د ولسي شتمنیو ضایع کول وي.په بیان کې ویل شوي چې میرعلي خېل د ټانک–ژوب مهم سړک سره تړاو لري او دا سیمه د اقتصادي او تجارتي پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري.ګوند له حکومت څخه غوښتنه کړې چې دا پرېکړه دې بېرته واخلي او د خلکو د اسانتیا لپاره دې ټول دفترونه هماغه ځای کې فعال وساتل شي.
