اسلام آباد (مانیټرنګ ډیسک) د پاکستان قومي اسمبلۍ د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د ۴۰۷ کھربه او ۴۱ اربه روپیو څخه د زیاتو لازمي لګښتونو منظوري ورکړه. د اساسي قانون له مخې پر دغو لګښتونو بحث بشپړ شو، خو رایه اچونه پرې ونه شوه. په منظور شویو لګښتونو کې د پاکستان پوسټ دفتر لپاره ۵۰ لکه، د الاؤنسونو او تقاعدونو لپاره ۶ اربه او ۹۳ کروړه روپۍ شاملې دي. همدارنګه د قومي اسمبلۍ لپاره ۷ اربه او ۹۶ کروړه، د سینیټ لپاره ۶ اربه او ۴۵ کروړه او د مرستو او متفرقه چارو لپاره ۵۷ اربه روپۍ منظورې شوې. اسمبلۍ د بهرنیو پورونو د ادا کولو لپاره ۵۸ کھربه او ۳۶ اربه ۲۷ کروړه، د دغو پورونو د لګښتونو لپاره ۱۰ کھربه او ۷۱ اربه او د لنډمهالو بهرنیو پورونو د ورکړې لپاره ۱ کھرب او ۳۰ اربه روپۍ هم منظور کړې. د کورنیو پورونو د ادا کولو لپاره ۲۵۹ کھربه روپۍ، د ولسمشر د دفتر او الاؤنسونو لپاره له ۲ اربه او ۸۰ کروړو زیاتې روپۍ، د بهرنیو سفارتونو لپاره ۵۰ کروړه، د قانون او انصاف څانګې لپاره ۵۳ کروړه او ۹۴ لکه او د ټاکنو لپاره ۱۰ اربه او ۵۷ کروړه روپۍ منظورې شوې. سربېره پر دې، د سترې محکمې لپاره ۷ اربه او ۴۴ کروړه، د وفاقي اساسي محکمې لپاره ۶ اربه او د اسلام آباد هایکورټ لپاره له ۲ اربه او ۳۶ کروړو زیاتې روپۍ ځانګړې شوې. قومي اسمبلۍ د وفاقي محتسب، د ټیکس محتسب او د ښځو پر وړاندې د ځورونې ضد وفاقي محتسب دفترونو لپاره هم لازمي بودیجه تصویب کړه.
