سید انور شاه
د ملتونو په تاریخ کې ځینې داسې شخصیتونه را پیدا کېږي چې یوازې سیاسي مشران نه وي، بلکې د یوې مفکورې، یوې نظریې او یوه دور نښې او استازي ګرځي. شهید عثمان خان کاکړ هم له همدغو شخصیتونو څخه و. ما ته دا فرصت په وار وار را په برخه شوی و چې له نږدې یې ووینم او په بېلابېلو وختونو کې ورسره ناسته او ولاړه ولرم. هر ځل به دا احساس لا پیاوړی کېده چې عثمان کاکړ یوازې یو فرد نه، بلکې د فکري وحدت یوه بشپړه ټولګه ده. د هغه په شخصیت کې پوهه، شعور، انسان دوستي، ملي ژمنتیا، جمهوري مبارزه او پراخ نظرۍ داسې سره یو ځای شوي وو چې هغه یې د خپل وخت یو بې ساری مشر ګرځولی و.
د عثمان کاکړ تر ټولو څرګنده ځانګړنه له انسانانو سره د هغه د اړیکو طرز و. هغه به له هر چا سره داسې لیدل کتل کول لکه له هغه څخه چې څه زده کوي او یا څه تر لاسه کوي. د هغه پر څېره به تل یوه ځانګړې ځلا او تازګي خوره وه. د خبرو او لیدنې پر مهال به د هغه په سترګو کې د پلټنې او پوښتنې رڼا، پر شونډو موسکا، پر تندي وقار او په غوږونو کې د اورېدو ځانګړی حوصله احساسېده. هغه تر ویلو ډېر د اورېدو پلوی و. ښایي همدا لامل و چې د بېلابېلو طبقو، قومونو او نظریاتو لرونکي خلک به هم د هغه ترڅنګ ځان پردی نه احساساوه.
د ملتپالنې تر نامه لاندې په سیاست کې ډېر خلک تېر شوي دي، خو رښتینی ملتپال هغه وي چې د خپل ملت د حقونو مبارزه د انسانیت له ستر خیر او ګټې سره وتړي. عثمان خان کاکړ په همدې معیار برابر مشر و. هغه د پښتنو د سیاسي، آئیني او اقتصادي حقونو پیاوړی مدافع و، خو مبارزه یې هېڅکله د تنګ نظرۍ او قومي تعصب ښکار نه شوه. هغه د بلوچانو، سندھیانو، سرایکیانو، کشمیریانو او د هېواد د ټولو مظلومو قومونو او محرومو طبقو د حقونو لپاره هم په هماغه درد او اخلاص غږ پورته کاوه لکه د خپل ولس لپاره. د هغه په اند ظلم، ظلم و او مظلوم، مظلوم؛ که هره ژبه، نسل او جغرافیه یې لرله.
د عثمان کاکړ ملتپالنه په حقیقت کې د انسان دوستۍ لوړه بڼه وه. هغه په دې باور و چې د ملتونو عزت او پرمختګ د عدالت، جمهوریت، تعلیم او شعور له لارې ترلاسه کېږي. له همدې امله یې ځوان نسل ته د نفرت پر ځای د خبرو اترو، د تاوتریخوالي پر ځای د دلیل او د نا امیدۍ پر ځای د هیلو لاره ورښووله. د هغه محفلونه یوازې تر سیاسي بحثونو محدود نه وو، بلکې د تاریخ، فلسفې، ادب، نړیوال سیاست او بشري حقونو په موضوعاتو هم روښانه وو. هغه یو داسې مشر و چې ځوانان یې له کتاب سره نښلول، او همدا یې تر ټولو ستره ملي خدمت ګڼل کېدای شي.
که د دې پېړۍ په پیل کې د سیمې د هغو مشرانو نوملړ جوړ شي چې په تیارو کې یې د رڼا رول لوبولی وي، نو د عثمان خان کاکړ نوم به خامخا په مخکښو نومونو کې راشي. هغه یوه داسې ډیوه وه چې د سیاسي جبر، محرومیتونو او بې عدالتۍ په تیاره شپه کې یې رڼا کوله. هغه خپل وجود وسوځاوه څو ولس ته د شعور، هیلو او مبارزې رڼا ور وښيي. هغه راتلونکو نسلونو ته دا پیغام پرېښود چې د ملتونو ژغورنه په نفرت نه، بلکې په پوهه، یووالي، جمهوریت او پرلهپسې مبارزه کې نغښتې ده.
تاریخ شاهد دی چې ځینې خلک په خپل ژوند کې لوی وي او ځینې بیا د خپلې مبارزې له امله د وخت په تېرېدو لا ستر مقام خپلوي. عثمان خان کاکړ هم له هغو مشرانو څخه و چې د هغه قد او مقام له وفات وروسته نور هم لوړ شو. د هغه شهادت د هغه نظریات کمزوري نه کړل، بلکې لا یې ژوندي او ځواکمن کړل. نن هم چې د هغه نوم واخیستل شي، د پښتون وطن د ځوانانو، د جمهوریت پلویانو او د مظلومو طبقو په زړونو کې د هیلو نوې رڼا بلېږي.
شهید عثمان خان کاکړ د دې سیمې د سیاسي تاریخ له هغو ځلانده شخصیتونو څخه و چې پر خپلو اصولو یې هېڅکله معامله ونه کړه، د واک او اقتدار پر ځای یې اصولو ته لومړیتوب ورکړ او د ولس خدمت یې د سیاست اصلي موخه بلله. هغه یوه داسې روښانه ډیوه وه چې په تیاره شپه کې یې ورکې کاروانونو ته لاره وښوده، او بیا یې خپله دنده په بشپړ وقار ترسره کړه او خپل ابدي مقام ته ورسېد.
نن د هغه یاد یوازې د یوه سیاسي مشر یاد نه دی، بلکې د یوې فکري دود، یوې جمهوري مبارزې او د یوه رښتیني ملتپال مشر یاد دی. د هغه نوم به راتلونکو نسلونو ته دا پیغام ورکوي چې د ملت خدمت له انسانیت سره د خدمت څخه بېل نه دی، او هغه کسان چې پر خپلو اصولو ټینګ ولاړ وي، له فزیکي نړۍ څخه تر تلو وروسته هم د تاریخ او د ولسونو په زړونو کې ژوندي پاتې کېږي.
الله تعالی دې پر شهید عثمان خان کاکړ خپلې بې پایانه رحمتونه نازل کړي، درجې دې یې لوړې کړي او د هغه افکار او مبارزه دې راتلونکو نسلونو ته د لارې مشال وګرځوي. آمین.
