اداریه ۲۱ جون ۲۰۲۶

جنوبي پښتونخوا: پوښتنه د سرچینو نه، بلکې د لومړیتوبونو ده۔

د وفاقي پي اېس ډي پي 2026-27 او د بلوچستان د صوبايي بوديجې له اعلان وروسته په جنوبي پښتونخوا کې دا پوښتنه لا پسې جدي شوې ده چې د پرمختيايي لومړيتوبونو ټاکنه په کومو بنسټونو ترسره کېږي. د بوديجې د اسنادو له مخې وفاقي حکومت د ګوادر د پرمختيايي پروژو لپاره 14.2 اربه روپۍ، د نوي ګوادر نړيوال هوايي ډګر لپاره 2.55 اربه روپۍ، د ګوادر ـ رتوډېرو لويې لارې لپاره يو ارب روپۍ، د ګوادر ـ بسيمه ـ جېکب آباد د اورګاډي پټلۍ پروژې لپاره فنډونه، د هوشاب ـ آواران ـ خضدار (M-8) لويې لارې لپاره 6.5 اربه روپۍ او د آواران، پنجګور او خاران د ګړوک بندونو په ګډون د ګڼو پروژو لپاره سترې مالي سرچينې ځانګړې کړې دي.

د دغو پروژو له اهميت څخه انکار نه شي کېدای، خو پوښتنه دا ده چې د کوټې، پشين، کاریزات، چمن، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، ژوب، شېراني، لورالايي، موسیٰ خېل، زيارت، دکۍ، سبي او هرنائي په څېر ضلعو لپاره په وفاقي پي اېس ډي پي کې کومې سترې پروژې ايښودل شوې دي؟ که ايښودل شوې وي، نو د هغو تفصيلات ولې له ولس سره نه شريکېږي؟ او که نه وي ايښودل شوې، نو د دې نابرابرۍ لاملونه څه دي؟

د جنوبي پښتونخوا ولس د دې حقيقت له امله اندېښمن دی چې پرله‌پسې د درېيمې بوديجې په ترڅ کې د دوی د سيمو لپاره کومې څرګندې او لويې پرمختيايي پروژې نه دي مخې ته راغلې. بلخوا د صوبې په نورو سيمو کې لويې لارې، بندرونه، هوايي ډګرونه، بندونه او د بنسټيزو اسانتياوو سترې پروژې شاملې شوې دي. همدا لامل دی چې د سرچينو د وېش او پرمختيايي لومړيتوبونو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته کېږي.

په دې ټوله وضعيت کې وفاقي حکومت د سختې نيوکې وړ دی. د هر وفاق اصلي ځواک په متوازنې او برابرې پرمختيا کې نغښتی وي. که د کومې سيمې ولس پرله‌پسې دا احساس ولري چې د هغوی اړتياوې، ستونزې او امکانات له پامه غورځول کېږي، نو اغېزې يې يوازې اقتصادي نه، بلکې سياسي او ټولنيزې هم وي. د وفاق مسؤليت دی چې د بلوچستان ټولو سيمو ته يو شان ارزښت ورکړي او د پرمختيايي پروژو په وېش کې بشپړه روڼتيا رامنځته کړي.

تر دې هم د افسوس وړ خبره دا ده چې د جنوبي پښتونخوا سياسي استازولۍ په دې مسئله کې هغه اغېزمن غږ پورته نه کړ چې ولس ترې تمه لرله. د اسمبلۍ پر فلور له څو محدودو اعتراضونو او شکايتونو پرته کومه ګډه او منظم سياسي تګلاره مخې ته نه ده راغلې. ولس حق لري چې وپوښتي: که د دوی سيمو ته خپل عادلانه حق نه رسېږي، نو د دوی منتخب استازي چېرته دي؟

نن د وخت ستره اړتيا دا ده چې پښتنه سياسي مشرتابه شخصي، ډله‌ييز او لنډمهاله سياسي ګټې شاته پرېږدي او د ولس ګډو ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي. ملتونه يوازې د انتخاباتو په ګټلو نه پرمختګ کوي، بلکې د خپلو خلکو د حقونو لپاره د اغېزمنې مبارزې له لارې خپل راتلونکی جوړوي. جنوبي پښتونخوا داسې مشرانو ته اړتيا لري چې په اسمبلو، سياسي ډګرونو او ولسي ميدانونو کې د خپلو خلکو د حقونو استازولي په پوره قوت وکړي.

د وخت غوښتنه دا ده چې وفاقي حکومت د سرچينو د وېش په اړه بشپړه روڼتيا خپله کړي او د جنوبي پښتونخوا ولس ته دا باور ورکړي چې هغوی هم د هېواد د پرمختګ د بهير برابر شريک دي. همدارنګه پر پښتنې سياسي مشرتابه هم لازمه ده چې د چوپ تماشچي پر ځای د خپل ولس رښتينې استازولي وکړي، ځکه تاريخ تل هغه مشرتابه ژوندی ساتلی چې د خپلو خلکو د حقونو ساتنه يې کړې وي.